د ایکنا د راپور له مخې، ۲۶ کلن بلجیمي ځوان انس رزقيله بیلجئيمه ، له ۴ زره کیلومیترو څخه زیاته فاصله په بایسکل سره وواهله او له ۹ هېوادونو څخه په تېرېدو سره سعودي عربستان ته ورسېد څو د حج فرض ادا کړي. د انس رزقي دا سفر له درو میاشتو زیات وخت ونیو څو هغه د حج د مناسکو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته ورسېد.
د سعودي عربستان په شمالي سرحدي لارې، د اردن د سرحد په څنډه کې، د هغه سائيکل د یوه په زړه پورې سفر وروسته ودرېد.
هغه د دغه سخت او اوږده سفر په اړه وویل: ما خپل سفر د رمضان د میاشتې له پیل څخه شروع کړ اوله ۹ هېوادونو څخه چې د آب وهوا مختلف شرایط ئې درلودل، تېر شوم. هغه زیاته کړه: زه په دې چې سعودي عربستان ته رسېدلی یم، ډېر خوشحاله یم.
انس رزقي خپل سفر له بلجیم څخه پیل کړ او د درې میاشتو بایسکل چلولو وروسته، د جرمني ،آسټریا ، ایټالیا، بوسنیا، ترکیې او اردن له هېوادونو تېر شو او سعودي عربستان ته ورسېد. هغه وویل: سعودي عربستان ته د واریدیدا شیبه زما لپاره ډېره ځانګړې وه. کلونه مې د کعبې د لیدلو خوب لیدلی و او اوس د خدای د کور د زیارت لپاره ورنږدې شوی یم.
انس په لاره کې د سختو شرایطو لکه د هوا د سختیدو بدلونونو او یوازیتوب سره مخ شو. خو د لارې په اوږدو کې د خلکو دعاګانې او د هغوی تود هرکلی د هغه لپاره د لارې انرژي ورکوونکي وو. دا الهامبخښونکی سفر د ایمان، کلک هوډ او له سرحدونو څخه ورآخوا د انساني اړیکو نښه ده.
د درې میاشتو په اوږدو کې، انس رزقي د اروپا او مینځني ختیځ د ښارونو او کلو له لارو تېر شو، له بلجیم، آلمان، اتریش، ایټالیا، بوسنیا او هرزګوینا څخه ئې واټن وواهه او ترکیې ته ورسېد. هغه د بسفور له تنګي څخه د آسیائي ساحل ته ولاړ او په پای کې د اردن له لارې سعودي عربستان ته ورسېد.
د اثرا هوټلدارۍ شرکت د مدیره هیئت مشر احمد بن عباس سندي، ، د دغه ځوان د سفر په اړه وویل: د انس سفر مونږ ته یادونه کوي چې حج یو داسې عبادت دی چې له جغرافیایي او کلتوري سرحدونو لا لوړ دی او زمونږ مسؤلیت زیاتوي چې د خدای د مېلمنو لپاره یو مناسب سیستم رامینځته کړو، پرته له دې چې د دوي شرایط او د راتګ طریقه څه وي.
https://iqna.ir/fa/news/4283184